د لاس رسي وړ اتصالات

په اېران کې ېو تجار اسراېېلو ته په جاسوسى کولو په مرگ محکوم سو


د اېران انقلابى محکمى ېوځاېې تجار په مرگ باندى محکوم کړېدى. پر هغه دا تور لگول شوى و چې داسراېېلو لپاره جاسوسى کوى. دغى انقلابى محکمى نن ددوشنبى په ورځ على اشتري گناهکار وباله او په مرگ ېې محکوم کړ.

رپوټ وايي على اشترى په ٢٠٠٧ مېلادى کال کې د جاسوسى په تور بندى سو او په دې باندى گناهکار وبلل سو چې داسراېېلو جاسوسانو ته ېې دا مخابرى او امنېتى وساېل برابر کړى ول.

په ٢٠٠٠ مېلادى کال کې لس تنه اېرانى ېهودان په دې مقصر بلل سوېدى چې اسراېېلو ته جاسوسى کوى. څو تنه نور چې توقېف شوى ول وروسته بېا خوشى شول.

XS
SM
MD
LG