د لاس رسي وړ اتصالات

د تېلو قېمت په بى سابقى ډول تر ١۴٣ ډالرو نه پورته شوېدى


د خامو تېلو د ېوه بېرل بېه نن ددوشنبى په ورځ تر ١۴٣ ډالرو نه زېاته وه. اېران په نړى کې دتېلو دوېمه درجه تولېدوونکى هېواد دى او ناېجېرېا د افرېقا تېلو ستر صادروونکى هېواد دى.

د تېلو بېه هروخت په ډالرو لگول کېږى. د لندن په تجارتى مارکېټ کې د خامو تېلو بېه ١۴٣ ډالره او نوى سنټه وه.

همدارنگه په نېوېار ک کې د تېلو بېه ېو بېرل ١۴٣ ډالره او اوه شپېته سېنټه وه. د نړى دتېلو د صادروونکېو هېوادونو اوپېک موسسه وايي چې د تېلو د قېمت لوړوالى د اټکلونو له مخى کېږى خو د تېلو ستر مصرفوونکى هېوادونه وايى چې په مارکېټ کې تېل کم شوېدى.

XS
SM
MD
LG