د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال عبدالولی وفات شو


د افغانستان د پخواني پاچا زوم او د تره ځوی له نړۍ څخه سترگې پټې کړې.

سترجنرال عبدالولی څه موده مخکې هندوستان ته د درملنې لپاره انتقال شوی و او نن د ډهلي په نظامي روغتون کې وفات شو.

سردار عبدالولي په ١٣٠٣ کال کې زیږیدلی او نظامي زده کړې یې په کابل، فرانسې او انگلیستان کې کړې وی.

نوموړی د چنگاښ له کودتا وروسته دوه کاله په پلچرخي زندان کې بندي و او بیا وروسته یې په ایټالیا کې په هجرت کې ژوند کاوه.

هغه د افغانستان د پخواني پاچا سره یوځای په ١٣٨١ کال کې بیرته هیواد ته راستون شو.

XS
SM
MD
LG