د لاس رسي وړ اتصالات

خوست: ناټو او پاکستاني عسکرو  ١١ جگړه ماران وژلي دي


ناټو وايي، په افغانستان کې د دوی میشتو قواوو د پاکستاني عسکرو سره په گډو عملیاتو کې د افغانستان سرحد ته نږدې لږ تر لږه ١١ جگړه ماران وژلي دي.

نړیوالې سوله ساتونکي قواوې یا ایساف وايي، دغه جگړه د دوشنبې په ورځ د خوست په ولایت کې پیښه شوه.

ایساف وویل، جگړه مارانو د ناټو د قواوو پر یوه پوسته باندې راکټونه فیر کړل.

ناټو په خپل یوې خبرپاڼې کې ویلي، دغه جگړه ماران وروسته د پاکستان خاورې ته په شا ولاړ او د ناټو قواوو او پاکستاني عسکرو ورباندې د توپونو ډزې وکړې.

XS
SM
MD
LG