د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو او امریکايي قواوو تلفات له عراق نه په افغانستان کې 'زیات شوي'


د جون په میاشت کې د ناټو او امریکايي قواوو تلفات له عراق نه په افغانستان کې زیات شول.

د (icasualties) په نامه یو ویب سایټ چې په عراق کې د بهرنیړ عسکرړ تلفات څاري لیکلي چې د تیرې جون په میاشتې کې په عراق کې ٣١ بهرني عسکر ووژل شول چې ٢٩ یې امریکايان وو.

په همدې میاشت کې په افغانستان کې ۴٥ بهرني عسکر وژل شوي دي. په عراق کې د افغانستان په نسبت دوه چنده بهرني عسکر میشت دي.

په عراق کې د تیرو پنځو کلونو جگړې په دوران کې څلور زره عسکر وژل شوي دي. په دغه بحران کې په لسگونو زره عراقي عسکرو او ملکیانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG