د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو استازي د گوانتانامو د زندانیانو پر محاکمه انتقاد کړی


د ملگرو ملتونو یوه چارواکي د امریکا پر حکومت د گوانتانانو د شپږو بندیانو د محاکمې د طرز له آمله سخت انتقاد کړی دی.

د ملگرو ملتونو دغه خاص استازي، فیلپ السټن د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه محاکمه په نړیوالو معیارونو او د بشري حقونو په قانون برابره نه وه.

هغه همدارنگه انتقاد وکړ چې د گوانتانامو په زندان کې له مدافع وکیل سره د کافي وخت لپاره د کتلو د حق په گډون د بندیانو ډیر حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

السټن چې د مرگ د سزا په اړه د ملگرو ملتونو خاص استازی دی، وايي چې که دغه محکمه د مرگ سزا صادره کړي نو دا به د نړیوالو قوانینو نه ښکاره سرغړاوی وي.

XS
SM
MD
LG