د لاس رسي وړ اتصالات

د هندي کشمیر جدايي غوښتونکي مشران په کور نظر بند شوي دي


په هندي کشمیر کې چارواکو څو تنه عالي رتبه جدايي غوښتونکي مشران په خپل کې ددې لپاره نظربند کړي چې د هندوانو یوه زیارت ته د ځمکې د ورکولو پر سر راپارېدلي مظاهرې ورباندې آرامې کړي.

پولیس وايي، په نظربند شویو مشرانو کې میر واعظ عمر فاروق او محمد یاسین ملک هم شامل دي.

نن په جمو کشمیر کې د مظاهره چیانو د خورولو لپاره پولیسو هوايي ډزې وکړې. په دې ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه زخمیان شول.

نن ددغو مظاهرو په نهمه ورځ ښوونځي او دفترونه تړلي وو.

حکومت اعلان کړی چې له خپل هغه پلان نه تیر شوی چې غواړي د هندوانو یوه زیات ته ۴٠ هکتاره ځمکه ورکړي. خو مظاهره چیان وايي، تر هغو به مظاهرو ته دوام ورکړي چې حکومت په دې باب رسمي فرمان صادر نکړي.

XS
SM
MD
LG