د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د پاکستاني پوځ له لوري د روانو عملیاتو هرکلی کوي


د ولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمید زاده نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان حکومت د پېښور په خیبر ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ له لوري د روانو عملیاتو هرکلی کوي او له پاکستاني چارواکو غواړي چې د وسلوالو طالبانو پر ضد دی روان دا عملیات جاري وساتي.

حمید زاده په ټېنګار وویل چې د پاکستان پوځ دې دا عملیات لا پسې پراخه کړي او په هغو ځایونو کې دی هم پیل کړي چېری چې د وسلوالو طالبانو پټنځایونه دي.

حمید زاده پدی خبري کنفرانس کې په باجوړو کې د سېمې د طالبانو له خوا د دوو افغانانو د سرونو د پریکولو کړنه وغندله او دا کار یې د انسانیت خلاف وباله.

هغه وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې پاکستانی شاژدافیر تېره ورځ ورغوښتی وو او هغه ته یې رسمي احتجاج وړاندی کړی.

حمید زاده د پخواني پاچا د زوم او تره ځوی ستر جنرال سردار عبدالولي د جنازی د مراسمو په اړه چې تېره ورځ په نوي ډهلي کې ومړ وویل چې یو کمیسیون دا چاری په غاړه لري او د رسمي حکومتي مراسمو په ترڅ کې به یې خاورو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG