د لاس رسي وړ اتصالات

چېن د امرېکا د کانگرېس غړي د بشرى حقوقو له قانون پوهانو سره له مجلس نه منع کړېدى


د کانگرېس دغو غړېو د چېن چارواکېو ته د ٧٠٠ نه زېاتو هغو سېاسى بندېانو لېست ورکړېدى چې دوى دهغوى په هکله معلومات غوښت.

د امرېکا د کانگرېس دوه غړى وايى چې د چېن چاوراکېو دوى د هغه هېواد په پاېتخت کې د سفر په وخت کې د بشرى حقوقو د وکېلانو سره له خبرو نه اېسار کړېدى.

د امرېکا د کانگرېس غړي کرېس سمېت چې د جمهورى گوند له خوانه د کانگرېس په هغه اجراېې کومېسېون کې ېو عالېرتبه غړى دى چې د چېن په باب جوړ شوېدى.

دغه کومېسېون په ٢٠٠٢ مېلادى کال کې جوړ شوېدى. د کانگرېس غړى کرېس سمېت چې د چېن په برخه کې برالا انتقادونه کوى.

ښاغلى کرېس په پېکنگ کې خبرېالانو ته داسى ووېل: " ددخواشېنى خبره د ه چې د اولمپېک په سبب هراړخېز اقدامات سوېدى چې دهغو ټولو خلکو دخاموشه کولو لپاره ېو پلان جوړ شوېدى چې نظرېات ېې د حکومت د خط مشى او نظر سره تفاوت لرى."

سناتور کرېس وايى وايى دده د سفر په مهال وېش کې ټاکل سوې وه چې دى او دده ملگرى سناتور فرانک ولف د بشرى حقوقو د قانونپوهانو سره دېکشنبى په ماښام ډوډۍ وخورى خو دا کار ونسو دى.

په دى برخه کې داسى وايي: " دېکشنبى په ماښام د بشرى حقوقو درى وکېلان چې موږ ورسره د ډوډى خوړلو پلان درلود، هغوى وېرول شوې ول ، او بېا بل ځاى ته بېول شوې ول او بېا پولېسو په خپلو کورونو کې نظر بند کړى ول."

په هغو دوه چېناېې ناراضېانو کې دوه تنو له ښاغلى بش سره ددى مېاشتى په سر کې ملاقات کړى و. او درېم د بشرى حقوقو ېو قانونپوه وه چې تراوسه ېې هم لاد کورمخى ته څلورپولېسانو پېره کوله.



XS
SM
MD
LG