د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په وردکو کې یو چینايي انجنیر تښتولی


ناپیژندل شویو وسله والو د وردکو په ولایت کې د سرک جوړولو یو چینايي انجنیر تښتولی دی.

د ولایت چارواکي وايي، دغه چینايي او د هغه موټر چلوونکی نن د وردکو د جلریز له ولسوالۍ نه وتښتول شول. د هغه ډریور وروسته خوشې شو.

چارواکي وايي، دغه انجنیر د وردکو او بامیان د سرک جوړولو په پروژه کې کار کاوه. تر اوسه چا د پیښې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

وسله والو طالبانو تیر کال له وردکو نه دوه تنه جرمني انجنیران تښتولي وو. دوی یو وواژه او بل یې ژوندی پریښوده.

XS
SM
MD
LG