د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په جنوبي سیمو کې یو هیلیکوپټر ویشتل شوی دی


په افغانستان کی د امرېکا په مشرئ اېتلاف نن اعلان وکړ چه د کابل جنوب ته ېې ېو نظامی هلېکوپتر راغورزول شوی دی، مگر په هلېکوپتر کی سپاره کسان ډېر سخت نه دي زخمېان شوی.

د اېتلاف ېو اعلامېه واېې چه نن د چهارشنبی په ورځ سهار دوخته ېې ېو هلېکوپتر د لوگر د ولاېت په خروار ولسوالئ کی د وړو وسلو د ډزو په وسېله راوغورزول شو.

د اېتلاف نظامی ماموران واېې په داسی حال کی چه پېلوټ دغه هلېکوپتر په زمکه کښېنوه، مخکی ددی نه چه اور واخلی، ټوله عمله ېې ورڅخه راوېستل شوه.

همدا راز نن د ناتو قواو ووېل چه د قندهار د ولاېت په سپېن بولدک سېمه کې ېې د پاکستان سرحد سره نژدی په ېوه عسکری گزمه باندی دموټر بم حمله شوی ده.

د ناتو قواو په حمله کی د خپلو تلفاتو په هکله زېات معلومات نه لرل، مگر د افغانستان د سرحدی پولېسو ېوه قوماندان جنرال عبدالرازق ووېل چه تقرېبا څلور کسان په دغه حمله کی زخمېان شوی دی، چه دوه تنه ېې د امنېتی چارو افسران ؤ.

د سه شنبی په ورځ د افغانستان د حکومت مامورانو اعلان وکړ چه نامعلومو ټوپک والاو د وردگو په ولاېت کی ېو چېناېې انجېنر چه د سړک په پروژه ېې کار کاوه دخپل موټر وان سره ېوځای تښتولی دی. موټر وان لږ وروسته خوشی کړی شو. هېچا لا تر اوسه پوری ددی پېښی مسوولېت په غاړه نه دی اخېستلی.

په عېن وخت کی د سه شنبی په ورځ د اېټالېا د دفاع وزېر اېگنازېو لا روسا اعلان وکړ کله چه اېټالېا د کابل د ساحې د امنېت د ساتلو وظېفه بله مېاشت فرانسې ته ورحواله کوی نو خپل ځېنی عسکر به د افغانستان په هغو سېمو کی واچوئ چه نا ارامی په کی ډېره ده.

هغه دا تبصره پرون په افغانستان کی د خپل هېواد د نظامی قطعاتو نه دلېدنی په وخت ، جمهور رېس حامد کرزي سره دخپل ملاقات نه مخکی وکړه. اېټالېا په افغانستان کی دوه زره دری سوه عسکر لری چه په کابل او دهېواد په نسبت ارامو لوېدېزو سېمو کی پراته دي.

XS
SM
MD
LG