د لاس رسي وړ اتصالات

د ټروریزم سره دمبارزې په نامه، د فرانسې د حکومت قانونی چوکاټ د منصفانه نړېوالو مېعارونو سره 'سمون نه خوری'


د بشری حقوقو موسسه، هېومن راټس واچ واېې ، دټرورزم سره دمبارزې په نامه د فرانسې د حکومت قانونی چوکاټ د منصفانه و او عادلانه و نړېوالو مېعارونو سره سمون نه خوری.

په ېوه راپور چه نن د هېومن راېټس واچ موسسې په نېوېارک کی خپور کړی دی، د فرانسې د حکومت د ټرورزم ضد قانون باندی په کی سخت انتقاد شوی دی.

راپور واېې چه د فرانسې دا قوانېن ټاکلی حدود نه لری او ساحه ېې دومره پراخه ده چه محض د کومې ټرورېستی ډلې سره د اړېکو لرلو په شک او گومان خلک را نېول کېږی.

دا راپو ر واېې چه محض ېو چا سره د ارتباط ساتلو په گناه ېو سړی زندانی کېږی، حال دا چه دجرم په باب ېې ډېر شواهد نه وي موجود. د هېومن راټس موسسه واېې چه دفرانسی دټرورزم ضد قوانېن او جناېې نظام د شک په بنا د نېول شوو افرادو د بشری حقوقو تظمېن نه کوی، د مدافع وکېل په راپېدکولو کی ېې ډېر وخت لگېږې او د محاکمی نه مخکی د ډېر وخته پوری په قېد کی پروت وی.

دا راپور واېې کوم خلک چه د ټرورزم په شک نېول کېږی په ظالمانه ډول ورڅخه پوښتنې کېږی او هم په جسمانی توگه ورته په زندان کی اذېت ورکول کېږی.

د راپور لېکونکې مېرمن جودېت سنډر لېنډ واېې فرانسه په دې خوشحاله معلومېږی چه دشک لاندی افرادو نه د ځان د خلاصولو په خاطر په پوره رغبت دهغوئ بشری حقوق قربان کړی.

XS
SM
MD
LG