د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کی د لارېو او ټرکونو په مېلوینونو ډراېورانو اعتصاب شروع کړی دی


د هند لارېو او ټرکونو د اتحادېې مسولېن واېې چه په ټول ملک کی دلارېو او ټرکونو په مېلونونو ډراېورانو دتېلو دنرخونو دلوړېدلو او د حکومت له خوا دمالېې دزېاتولو په خلاف نن اعتصاب شروع کړی دی.

د ال انډېا موټر ټرانسپورټ کانگرس استازي واېې چه پنځه مېلونه موټرې نن ودرېدلی او ډراېورانو ېې د نامعلومې مودې پوری اعتصاب کړی دی.

دا اعتصاب ورسته د هغې شروع شو چه دحکومت او ټرانسپورټ داتحادېو دمشرانو تر منځ خبری ناکامې شوې. ټاکل شوی ده چه نورې خبری به هم کوئ.

اوس دا وېره شته چه ددی اعتصاب په سبب به په هند کې دخوراکی موادو قلت راپېدا شی. په نړېواله سطحه د تېلو د نرخ دزېاتېدلو په وجه د هند حکومت مجبور شو چه په داخل کې ېې هم نرخونه لوړ کړی.

په داسی حال کی چه په هند کی سږکال انفلاسېون د حد نه زېات لوړ شوی دی، دهند په حکومت باندی فشار زېات شوی دی چه دتېلو او خوراکی موادو دنرخونو دکمولو لپاره دې اقدام وکړی.

XS
SM
MD
LG