د لاس رسي وړ اتصالات

باوچر  د پاکستان د ایتلافي حکومت د یو کیلیدي گوند د مشر سره ولیدل


د جنوبي او مرکزی اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ریچرډ باوچر د سه شنبې په ورځ په لاهور کې د پاکستان د ایتلافي حکومت د یو کیلیدي گوند د مشر سره ولیدل.

بوچر د مسلم لیگ نواز گوند مشر نواز شریف سره د هغه په کور کې وکتل.

پاکستان ته د هغه د سفر مقصد ددې هیواد د دوو عمدو واکمنو گوندونو ترمنځ د قاضیانو د بیا مقرریدو په هکله د اختلاف ټکی دي چې د جمهور رئیس پرویز مشرف لخوا برطرفه شوي وو.

د نواز شریف گوند وایي د هغوئ استازو بوچر ته وویل چې د قاضیانو عاجل مقرریدل او د مشرف استعفی د هغوی غوښتنه ده.

له دې لیدنې کتنې څخه مخکې ریچارد بوچر د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا گیلاني سره په اسلام اباد کې کتلي وو.

XS
SM
MD
LG