د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لال جمات یو وار بیا پرانستل شو


د لال جمات او حفصه مدرسې چې ښځینه زده کونکې هم پکې شامله وې، د اسلامي توندروو او د پاکستاني پوځ تر مینځ اته ورځنۍ جگړه تېرکال په درېیم د جولای پیل شوه.

وروسته له هغه چې د لال جمات د طالبانو لخوا په اسلام اباد کې د شریعت د نافذولو د کمپاین په هکله اندېښنې د پولیسو او توندرو تر مینځ په جگړې بدلې شوې، د پوځ کمانډو په جمات برید وکړ.

د جمات امام مولانا عبدالعزیز په پنځم د جولای په داسې حال کې ونیول شو چې له جمات څخه یې په برقه کې د تیښتې هڅه کوله.

مولانا عزیز د کال ٢٠٠٧ د جنوري راهیسې جمات د طالبان ډوله شریعت نافذولو لپاره کارا و چې په هغو کې د دوی په قول بدکارو ښځو یرغمل کول هم شامل و.

مولانا عزیز او د هغه ورور رشید غازي ته پوځ د برید څخه د بچ کېدو لپاره له جمات څخه سره خپلو طالالبانو ته د وتلو حکم ورکړی و.

غازې له جمات څخه د وتلو څخه انکار وکړ او جمهور رئیس پرویز مشرف په جمات باندې د برید حکم ورکړ، او د رشید غازي په گډون تر سل زیات کسان ووژل شول.

یو کال وروسته رنگول شوی جمات بېرته پرانستل شوی. په اویشتم د جون د جمات مخې ته یو شمېر کسان راټول شول او د غزیز د خلاصېدو غوښتنه یې کوله.

مدرسه نړول شوې ده خو د غزیز میرمن وايي چې د مدرسې شل څانگې اوس هم فعالیت کوي چې حکومت سره یوه هم راجسټر نه ده.

حسن: "‎ډېرو خلکو د خپلو مدرسو نومونه جامعه حفصه کړي. جامعه حفصه یو لوی تحریک نه و، له پوځي عملیاتو وروسته شکر ده جامعه حفصه په ټول پاکستان کې په یوه تحریک بدله شوې."

حکومت وايي یو سل لس کسان ووژل شول، چې په هغو کې چې ښځې او ماشومان نه و، که څه هم ډېر مړي داسې و چې پېژندل کې گران و.

گوت نیونکي وايي چې مرگ ژوبله ډېره زیاته و او داچې ښځې او ماشومان هم وژل شوي و.

یوې شاگرد محمد طلحی اې پي ټلویزیون ته و ویل: "‎کله چې مونږ له دروازې را ووتل یوه عسکر راته وویل چې کالي وباسۍ. کله چې مو کالي وایستل نو یې راته وویل لاسوه پورته کړۍ، کله چې مونږ روان شو او لاسونه مو پورته نیولي و او زینو ته نږدې شوو دوی ډزې راباندې وکړې.

مونږ لاسونه پورته او لڅ لپړ ولاړ و. زه په قطار کې څلورم وم. درې کسان په گولۍ ولگېدل. او کله چې زه مخې ته راغلم گولۍ ځما په خېټه کې ولگېدله او زه و پرزېدم، او بله گولۍ مو په ورانه کې ولگېدله‏."‎

د لال جمات پیښې د حکومت نوم نور هم د عادي خلکو په مینځ کې بد کړ او د امریکا پلوي جمهور رئیس مشرف شهرته یې نور هم زیان ورساو.

XS
SM
MD
LG