د لاس رسي وړ اتصالات

بوچر : امریکا د قباېلی مشرانو سره د پاکستان د حکومت د خبرو ملاټړ کوی مگر ...


د امرېکا ېو لوړ رتبه دېپلومات واېې چه متحده اېالات دقباېلی مشرانو سره د پاکستان د حکومت د خبرو ملاټړ کوی مگر د طالبانو د ېوغټ قوماندان سره ېې د خبرو سره موافقه نه لری.

د اسېا لپاره د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال رچرد بوچر نن په اسلام اباد کی خبرېالانو ته ووېل چه د امرېکا حکومت د پاکستان له خوا د بېت الله مسعود په شان خلکو ته ېې د امتېازاتو ورکولو نه ملاتړ نه کوی.

په بېت الله مسعود باندی دا تور لگېدلی دی چه په ځان وژونکو حملو کی لاس لری او هم ېې د بېنظېر بوټو په قتل کی لاس لره.

د پاکستان حکومت څه موده پخوا دطالبانو دمشرانو سره دسولې خبری شروع کړی وې خو اوس دغه خبری د صوبه سرحد په خېبر اېجنسئ کی د کالبانو په خلاف د پوځی عملېاتو له امله معطل شوی دي. رچرد بو چر هم په خېبر اېجنسئ کی ددی عملېاتو هرکلی وکړ.

د پاکستان د حکومت ماموران واېې چه ددغو پوځی عملېاتو په دوران کې ېې په باړه کی دوه پنځوس وسله وال سړي نېولی دي. د خېبر اېجنسئ په لاره باندی معمولا په افغانستان کی د امرېکا او ناتو قواو ته دپاکستان نه لوژېستکی اکمالات تېرېږی.

د حکومت ماموران واېې چه په باجوړ کی نن دوه کسان هغه وخت ولگېدل او ووژل شول چه د افغانستان دخوا نه ېو توغندی د ېوې سرحدې پوستی سره نژدی ولگېده.

دوه کسان زخمېان شول. خو معلومه نه ده چه اېا دا حمله په افغانستان کی اېتلافی قواو کړی ده او که طالبانو دا توغندی وېشتلی ؤ.

XS
SM
MD
LG