د لاس رسي وړ اتصالات

اېتلافی قواو  په بغداد کی د شک لاندی د ېوې خآصې ډلې دوه غړي نېولی دي


په عراق کی د امرېکا پوځ واېې چه اېتلافی قواو نن په بغداد کی د شک لاندی دېوې خآصې ډلې دوه غړي نېولی دي.

د امرېکا پوځ واېې چه دواړه سړي ېې نن په ېوه کور باندی د برېد په ترڅ کی ونېول او په دوئ باندی ېې دا شک راځی چه ملېشگ ته به ېې وسلې انتقالولې او په اېتلافی عسکرو او دعراق په پوځ باندی دحملو لپاره به ېې روزنه ورکوله.

د امرېکا پوځ معمولا هغو شېعه ملېشو ته د مخصوصې ډلې نوم ورکوی چه اېران ېې ملاتړ کوی.

له بلی خوا دعراق خارجه وزېر هوشېار زېباری نن ووېل چه د اردن پاچا غواړی عراق ته سفر وکړی. ملک عبدالله د لومړی عرب مشر وي چه په عراق باندی دامرېکا په مشرئ دپوځی ېرغل نه وروسته دغه هېواد ته راځی.

زېباری ووېل چه د ترکېې صدر اعظم رجب طېب اردوان به هم عراق ته سفر وکړی، خو دسفر نېټه ېې نه ده ټاکل شوی.

XS
SM
MD
LG