اسراېلی مقامات واېې چه په بېت المقدس کی نن ېوه فلسطېنی سړي خپل بلدوزر دېوه سروېس موټر سره د سړک په غاړه وجنگوه. په دغه پېښه کی دری کسان مړه شول او څلوېښت کسان زخمېان شوی دی.
پولېسو وروسته دغه سړی ووېشته او وېې واژه. د اسراېلو د حکومت ماموران واېې چه د بېت المقدس د جافا په سړک باندی دا ننئ پېښه ېوه ټرورستی پېښه وه.
د پولېسو دوېنا په اساس دغه فلسطېنې سړی د ختېز بېت المقدس اوسېدونکی ؤ او د سړک د جوړولو د ېوه شرکت سره ېې د قراردادی په توگه کار کاوه. پولېس واېې چه چه دبلدوزر سره د ټکر نه سمدستی وروسته د سروېس موټر چپه شوه او د څو نورو موټرو سره ېې ټکر وکړ.
دا پېښه دښار د سروېس موټرو د اېستگاه سره نژدی وشوه.