د لاس رسي وړ اتصالات

په سلگونو فلسطینیانو د چهارشنبې په ورځ د مصر د سرحد په لور منډې کړې


د عیني شاهدانو په وینا په سلگونو فلسطینیانو د چهارشنبې په ورځ په ناحاپي توگه د غزې په تړانگې کې د مصر د سرحد په لور منډې کړې او له سرحد څخه د اوختو په ترڅ کې یې پولیس په ډبرو ویشل.

قهرجنو فلسطینیانو هڅه کوله چې د غزې اړخ ته دوه سرحدي دروازې ماتې کړي، او د رفاه د سرحدي دروازې په لور یې حمله کړه چې د مصري سرحدي ځواکونو له خوا ساتل کیږي، خو په تیریدو بریالي نه شول.

فلسطینیانو پر مصر ملامتي واچوله چې د خپلې ژمنې پر اساس یې دغه سرحد خلاص نه کړ.

د تیر کال راهیسي کله چې د حماس وسله واله ډله پر غزې حاکمه شوه مصر دا پوله وتړله.

خو مصري چارواکي وایې چې سرحد یې ځکه د ټولو فلسطینیانو پر مخ وتړو چې حماس هغه کسانو ته هم اجازه ورکوله کوم چې مصر ته د تیریدو اجازه نلري.

XS
SM
MD
LG