د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی په بمباریو کی ٢٢ ملکي خلک وژل شوي دي


افغان مامورین وایی چی د امریکا په مشري د ائتلاف د قواو په هواي بمباریو کی د افغانستان په ختیځ کی ٢٢ ملکی خلک وژل شوي دي .

ولسوال ضیاالرحمن خبر یالانو ته وویل چی دا حمله نن د جمعې په ورځ په نورستان کی د یوه سړک په اوږدو کی وسوه . هغه وویل چی دغه خلک د سیمي نه وتل چی هوایي بمبارۍ پر وسوې .

د امریکا په مشري ائتلاف هم نن په یوه بیانیه کی دا حمله تایید کړې مگر وایی چی په یو ملکی نفر لا نه دی وژل سوی . ائتلاف وایی چی دا هوایی حمله یې په یوې اډې باندی د یاغیانو د حملې په جواب کی وکړه او په هغې کی یاغیان وژل شوي دي نه ملکي خلک .

XS
SM
MD
LG