د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهارکې دولسی جرگی یو غړی وژل شویدی:


افغان ماموران وائې، نامعلومو وسله والو کسانو په کندهارکې دولسی جرگی یو غړی وژلی دی .

مقامات وائې، حبیب اله جان پرون دجمعی په شپه دکندهارولایت دژیړۍ په ولسوالې کې وویشتل شو او ووژل شوو. حبیب اله جان قومی مشرهم و.

دملگرو ملتونو استازی دغه وژل غندلی دی .

افغان پولیسان وائې، په یوه جلا پیښه کې لس طالبان په داسی وخت کې ووژل شول چې دهلمند په ولایت کې ئې دسرک دغاړی بم ایښوده او بم له وخت نه دمخه پری وچاودید.

افغان مامورانو داخبره هم کړیده چې دامریکا په مشری ائتلاف په بمبارۍ کې چې د پاکستان سرحدسره نژدی په لیری پرته دوانت ویگل په ولسوالې وکړه ، دوه ویشت تنه ملکیان وژل شویدی .

دامریکا په مشری ائتلاف بمباری تائیدکړه مگر وائې، په بمبارۍ کې ملکیان وژل شویدی نه ملکیان . دائتلاف قواوی وائې، دغه بمبارۍ دهغې حملی په بدل شویده چې افراطیانو ددوی په یومرکزباندی کړی وه .

دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی له خارجی عسکرو نه غوښتی دی چې ملکی تلفات کم کړی . ملگری ملتونه وائې، په روان کال کې دوسله والو طالبانو او خارجی قواو ترمنځ په متقابله ډزو کې اوه سوه تنه وژل شویدی .

دافغانستان ددفاع وزارت نن دشنبی په ورځ وویل، امنیتی قواو دپل چرخی په زندان کې دتلاشی په وخت کې سل چاقوگان او تورې ،په لسگونو پیټرول بمونه او جبی تلیفونونه پیدا کړل .

دغه دپاکسازی عملیات وروسته له هغې وشول چې دکندهار له زندان نه تقریبآ دڅلورسوه افراطی طالبانو په شمول څه دپاسه زرتنه بندیان وتښتیدل .

XS
SM
MD
LG