د لاس رسي وړ اتصالات

د اېتلاف هوايى بمبارى په ننگرهار کې ملکی کسان وژلى دى


د افغانستان جمهور رئېس حآمد کرزي امر کړېدى چې دهغو ادعاگانو په باب دې تحقېقات و شى چې وايى د امرېکا په مشري اېتلاف په بمبارى کې پنځه لس ملکېان، دنورستان په ېوه لېرې پرته ولسوالى کې ووژل شول.

د اېتلاف ېو خبر لېک د شنبى په ورځ وايي چې د اېتلاف قواو په حملوکې نه ملکېان وژل شوېدى او نه مړه شوېدى.

په عېن حآل کې د افغانستان چارواکى وايي دامرېکا په مشرى اېتلاف په هواېې بمبارى کې ٢٢ ملکېان نن د ېکشنبى په ورځ په ننگرهار کې ووژل شول.

افغان چاروکى وايي دغو ملکېانو په ېوه واده کې گډون کړى و. ددغى سېمى ېوه ځاېې چاروکى شکور شېنوارى امرېکا غږ ته ووېل چې په دغه هواېې برېد کې لس ښځى او لس ماشومان ووژل شول.

ملگرى ملتونه وايي تقرېبا اوه سوه ملکېان سږکال تر اوسه پورې له ېاغى طالبانو سره د خارجى قواو په نښتو کې وژل شوېدى.

ښاغلى کرزي پخوا هم پر خارجى قواو غږ کړى و چې د ملکېانوپه مرگ ژوبله کې دې کمښت راوستل شى. په کندز کې نن افغان چارواکېو ووېل چې ېوه ځان وژونکى د جرمنى پولېسو د روزنى له ېوه مرکز سره نېژدى موټر بم چول شوېدى.

په دغه چاودنه کې درې ماشومان زخمى شوېدى.




XS
SM
MD
LG