د لاس رسي وړ اتصالات

دکولمبیا پولیسو د چاودیدونکو موادو ذخیره پیدا کړیده


د کولمبیا نظامی ماموران وائې، دپائتخت بوگوتا نه بهر په یوکلی کې په یوکورکې یوټن چاودیدونکی مواد پیدا شویدی. نظامی مقامات وائې، دوی گمان کوی چې دغه چاودیدونکی مواد دکولمبیا دوسله والو انقلابی قواو پوری اړه لری.

مامورانو پرون دشنبی په ورځ وویل، ښائې چې دغو قواو په نظرکې لرل چې دهغو پنځلسو کسنانو په بدل کې د قصد اخیستلو حملی وکړی چې یاغیانو برمته کړی وو او د چهارشنبی په ورځ وژغورل شول .

په دغو برمته شویو کسانو کې دجمهوری ریاست دمقام لپاره پخوانې کاندید‏ه (‎ اینگریډ بیتانکوټ )‎ هم وه.

بیتانکوټ چې دفرانسی اوهم دکولمبیا تابعیت لری، په پاریس کې ده.

دا وائې، ددی طیبی معاینه دپاریس په نظامی روغتون کې وشوه او ددغې معاینی له مخی هغه روغه رمټه ده .

XS
SM
MD
LG