د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان د بمباری په باب  څیړنې


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او خپلواکو ادارو ته امر کړی چی د نورستان د بمباری په باب چې پکی پنځلس تنه ملکي کسان ووژل شول او اوه تنه ټپي شول، څیړنې وکړي.

د نورستان والي، تمیم نورستاني وویل دغه بمبارئ د نورستان د و ایگل په ولسوالی کی د ولسي خلکو پر دریوموټرونو باندې وشوی.

امریکايي پوځ وايي په نورستان کې یې د جمعې د ورځې د هیلي کوپتر په برید کې د یاغیانو ډک دوه موټر په نښه کړي و، خو د نورستان والي بیا وايي په برید کې دوویشت ملکي کسان وژل شوي دي.

د ایتلاف د قواو ویاند لومړي بریدمن نېتن پېري وویل په نورستان کې دوی په هغو یاغیانو هوايي برید وکړ چا چې د امریکايي ځواکونو په قرارگاه لږ شیبه له مخه د هوانونو برید کړی و.

هغه وویل چې دوی د ملکي کسانو په مرگ ژوبلې خبر نه دي. هغه وویل چې هیلي کوپترو د یاغیانو هغه ځای و موند له کوم ځای چې دوی برید کړی و، او هغه دوه موټرونه یې تباه کړل چې دوی پکې سفر کاو.

د نورستان والي تمیم نورستاني په یوه ټلیفوني مرکه کې وویل چې د جمعې په ماسپښین په هواي برید کې د نورستان ولایت په ویگال اولسوالۍ کې دوویشت ملکي کسان وژل شوي.

نورستاني وویل چې پوځي قرارگاه د برید له ځای څخه نهه کلومتره لري ده. د سیمې د لريوالي له کبله د د ازادو منابعو له لارې د رپوټونو د تصدیق امکان نه و.

په مجموع کې تېر کال په افغانستان کې په جگړې کې تر اته زره زیات کسان ووژل شول چې د کال ٢٠٠١ د امریکا د یرغل څخه وروسته بل تر هر کال لوی شمېر دی.

سږ کال په تشدد کې تر اوسه یوویشت سوه کسان وژل شوی دي.

XS
SM
MD
LG