د لاس رسي وړ اتصالات

ملیزیا: په زرگونو کسانو مظاهره کړیده


تقریبآ لس زره ملیزایان د پائتخت کولالمپورنه بهر په یو سټیډوم کې راغونډ شویدی چې دتیلو د قیمتونو دلوړیدلو په خلاف مظاهره وکړی او انتظار اوباسی چې د حکومت د مخالف مشرانور ابراهیم وینا واوری.

دډیرو احتجاج کوونکو سره کالی په غاړه دی چې دا داحتجاج د تحریک رنگ دی، په کمیسونواو رنگین دستمالونو ئې دا شعار لیکل شویدی چې دتیلو قېمتونه دی ټیټ شی.

دملیزیا پولیسانو په مظاهرو باندی بندیزلگولی دی او وعده ئې کړیده چې دهرهغه چا په خلاف به اقدام وکړی چې په دغو مظاهرو کې برخه واخلی مگر وروسته ئې فیصله وکړه چې مظاهره دی وشی .

دصدر اعظم عبداله احمد بدوی حکومت تیره میاشت دتیلو قیمتونه یو څلویښت فیصده لوړکړل چې د خلکو اوازئې پورته او د حکومت دمخالفانو احتجاجونو ته ئې لمن ووهله.

احتجاج کوونکی وائې، دتیلودقیمتونولوړیدلو دخلکوکړاو زیات او په حکومت باندی ېئ باور کم کړ.

توقع ده چې انور مخکې لدی نه چې مظاهره په ‏محلی وخت نیمه شپه خپره شی، دغې مظاهری ته وینا وکړی.

XS
SM
MD
LG