د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د لال جومات د کلابندى کلېزه ولمانځل شوه


د پاکستان مسلمانانو په اسلام اباد کې ددې لپاره مظاهره کړېده چې د لال جومات لومړۍ کلېزه ولمانځى. دغه جومات اول د پوځ له خوانه کلابند شو او بېا وروسته پرې چپاو ور وړل شو.

د پاکستان امنېتى قواو سړکونه بند کړى ول او اغزن مزي ېې غزولى ول چې موټرونه دغى سېمى ته ود اخل نشى. هغه مظاهره چېان چې هلته راټول شوى ول نن د ېکشنبى په ورځ هغوى د لال جومات د بندى شوى مشر عبدالعزېز د راخوشى کېدلو غوښتنه کوله.

رپوټ وايي چې دتېر کال د جولاى مېاشتې په اولو ورځو کې چې جومات کلابند شو په جگړو کې تر سلو نه زېات کسان ونېول شول. د پاکستان امنېتى قواو له اتوورځو کلابندى نه وروسته پر جومات باندى چپاوى حمله وکړه.

د جومات سخت درېځو ملاېانو او ملاتړو ددې لپاره چې د طالبانو په ډول سخت قانون په پاکستان کې جارى کړى له تشدد او مرگ ژوبلى نه ډکه مبارزه ېې پېل کړى وه.

XS
SM
MD
LG