د لاس رسي وړ اتصالات

بش په چېن کې د اولمپېک په لوبو کې د گډون پر اهمېت ټېنگار وکړ


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش وايي که چېرى د اولمپېک د پرانېستنى په مراسمو کې په پېکنگ کې کېږى گډون ونشى نو دا به د چېن خلکو ته څرگنده بې احترامى وى. دا کار له چېن سره په اړېکو کې ستونزى را پېداکولى شى.

هغه ووېل په داسى حال کې چې پکارده چېن د بشرى حقوقو په برخه کې خپل روان چلند ښه کاندى، دى دېته ضرورت نلرى چې له اولمپېک نه دېو پلمى په توگه کار واخلى او خپلې اندېښنى څرگندى کړى.

ښاغلى بش نن د ېکشنبى په ورځ خپله دوه شپېتمه کلېزه لمانځى. هغه له خبرېالانو سره په ېوه خبرى کنفرانس کې په داسى حآل کې خبرى وکړى چې د جاپان صدر اعظم ېاسو فوکوډا هم حآضر و.

د جاپان مشر اعلان وکړ چې دى به هم په چېن کې داولمپېک په لوبو کې د پرانېستنى په مراسمو کې گډون وکړى. هغه ووېل چې د اولمپېک لوبى د لوبى او سپورت لپاره له دې سره باېد سېاست ونه تړل شى.

په امرېکا کې ېو شمېر کسانو چې په هغو کې داولسى جرگى او بشرى حقوقو غړى شامل دى ښاغلى بش دېته هڅولى دى چى داولمپېک دلوبو د اپرانېستنى په مراسمو کې گډون ونکړى.

په نړى کې ېوشمېر مشرانو لکه د جرمنى انگېلا مرکل وېلى دى چې دابه د پېکنگ داولمپېک د لوبو دپرانېستنى په مراسمو کې گډون ونکړى.

دامرېکا جمهور رئېس او د جاپان صدر اعظم فوکوډا ېوه ورځ مخکى د هغى عالى غونډى نه مخکى له ېوه اوبل سره ملاقات وکړ چې په نړى کې د اتو ستر و صنعتى هېوادونو د مشرانو په گډون سرته رسېږى.

دغو دواړو مشرانو د له شمالى کورېا سره د شپږ و هېوادونو د خبرو په برخه کې هم بحث وکړ. پردى سربېره دهواد بدلون او په افرېقا کې په وروستېو پېښو باندىهم خبرى وشوې.

ښاغلى بش د شمالى کورېا هغه اقدام چې خپل اټومى پروگرام ېې برالا کړ او ځېنى برخى ېې ورانى وېجاړى کړى وستاېه خو هغه داهم ووېل چې په داسى حال کې چې شمالى کورېا د ترهگرانو له تور لېست نه اېستل شوېده د هغوى مشران ډېر مسوولېتونه لرى چې پکار ده ترسره ېې کړى. ددغو مسوولېتونو له ترسره کولو نه وروسته به دهغوى پر ملک باندى نور لگېدلى بندېزونه هم لېرى کړى شى.

ښاغلى بش ووېل چې امرېکا به جاپان دهغو جاپانېانو په مسله کې ېوازې پرې نږدى چې شمالى کورېا برمته کړى ول. شمالى کورېا دا منلى ده چې دوى دېارلس جا پانېان د ١٩٧٠ او ١٩٨٠ په لسېزه کې نېولى وو. خو جاپان په دې عقېده دى چې پردې سر بېره نور کسان هم برمته شوى ول.

جاپانېان له شمالى کورېا سر خپلى مرستى ترهغه وخت پورې ځنډولى دى څو پورې چې شمالى کورېا په دې برخه کې نور معلومات وړاندى نکړى.

د سپېنى ماڼى چارواکى وايي ددى توقع شته چې د اتو سترو صنعتى هېوادونوپه غونډه کې به د زېمبابوې پر جمهور رئېس رابرت موگابى باندى کلک انتقاد وشى او دهغه د جمهورى رېاست او حکومت د مشروعېت په برخه کې به پوښتنى وشى. په زېبمبابوې کې څو ورځى مخکى داسى انتخابات وشول چې ښاغلى موگابىپکې ېوازېنى کاندېد و.

XS
SM
MD
LG