د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې دېوه بم په برېد کې دېارلس کسان ووژل شول


په عراق کې دېوه بم په برېد کې دېارلس کسان ووژل شول. دغه برېدونه دعراق په دوه مختلفو برخو کې شوېدى. په هغه برېد کې اوه کسان ووژل شول چې د معتبرو عراقى کردستانېانو د وژلو لپاره شوى و.

پولېس وايي چې د ددېاله اېالت کې چې دعراق ختېځ ته پروت دى نن د ېکشنبى په ورځ په هغه کاروان باندى ېو بم وچاودېده چې محمد رمضان پکى سفرکاوه.

نوموړى د کردستان د وطنپالو د اتحآد په نامه ېوه گوند غړى دى. رپوټ وايى چې په چاودنه کې د رمضان دکورنى پنځه تنه غړى او دهغه دوه ساتونکى ووژل شول. په همدغه چاودنه کې د رمضان په شمول څلور تنه زخمى شول.

په جلا توگه نن پولېس وايي چې په ېوه موټر بم کې شپږ کسان په شمالى بغداد کې ووژل شول او څوارلس نور زخمى شول.

چارواکى داهم وايي چې په زخمېانو کې درى پولېسان هم شامل وو. دغو پولېسانو د بغداد په ‍شاب نومى سېمه کې گزمه کوله.


XS
SM
MD
LG