د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایلو  د غزی د تړانگی سره خپل سرحد  بیا پرانستی دی


اسرایلو د پنجشنبی په ورځ د یوه راکټ د حملی نه پس د غزی د تړانگی سره خپل سرحد د دوو ورځو د بندیز نه وروسته بیا پرانستی دی.

د اسرایلو د پوځ یو نطاق ویلی دی چی دوی د صوفې په شمول د غزی د تړانگی سره خپلی سرحدی لاری پرانستی دی، ترڅو اسرایلو ته مالونه او د تداوئ دپاره مریضان راتیر شی.

دغه پوله دری ورځی وړاندی هغه وخت وتړل شوه چی کله اسرایلو په فلسطینی افراطیانو تور ولگو چی دوی د اسرایلو په جنوبی برخه راکټ ویشتلئ ده.

خو په غزه کی د حماس مشران دا منی چی د دوی کسانو به کوم راکټ وار کړی وی او یا یی څوک ژوبل کړی یا یی ځایی وران کړی وی.

د تیر جون په نولسمه د اسرایلو او حماس د ډلی ترمنځ د سولی د تړون نه پس دا دریم ځل دی چی د غزی او د اسرایلو ترمنځ پوله د ځینو وجوهاتو په بنا تړل شوی وی. .

XS
SM
MD
LG