د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ځان وژونکى چاودنه کې ۴١ مړه او ١۴١ زخمى شول


د افغانستان چارواکى وايي چې ېوه ځان وژونکي د هند له سفارت نه بهر په کابل کې ځان په بم والوزاوه او لږ تر لږه ۴١ کسان ېې له ځان سره ووژل.

د افغانستان د روغېتا دوزارت نطاق عبدالله فهېم همدارنگه رپوټ ورکړ چې په دغه چاودنه کې چې نن ددوشنبى په ورځ وشوه ١۴١ کسان زخمى شوېدى.

په دغه چاودنه کې د چارواکېو له قوله لږ تر لږه څلور هندوستانېان وژل شوېدى خو تراوسه پورې هېچا هم ددغه برېد مسوولېت په غاړه ندى اخېستى.

خو دا فغانستان د کورېنو چارو وزارت ووېل چې داسى ښکارى چې دا برېد د فعالو استخباراتو حلقو له خوانه په سېمه کې شوې وى. په ماضى کې افغانستان د پاکستان د استخباراتو پر غړېو دا تور لگولى دى چې په څو بم چونو کې په افغانستان کې لتاړ دى.

په واشنگټن کې د سپېنى ماڼى له خوانه دغه برېد محکوم سوېدى او ېو بې ضرورت مرگ ژوبله ېې بللى ده.

د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي هم دغه بم چونه غندلى ده. ښاغلى کرزي وېلى دى چې د ځان وژنى دابرېد هغو افراطېانو کړى دى چې دافغانستان او هند ددوستى سر مخالف دى.

رپوټ واېې هند له افغانستان سره نېژدى اړېکى لرى اوپه ټول هېواد کې څو بنېادى او ضرورى پروژو ته مالى مرسته برابروى.

رپوټ زېاتوى چې د ېکشنبى په ورځ افغان چارواکېو ووېل چې دامرېکا په مشرۍ داېتلاف په بمبارى کې په ننگرهار کې ٢٢ کسان ووژل شول.

پولېس وايي چې ملکى خلکو په ېوه واده کې گډون کړى و چې بمبارى پرې وشوه. ېوه ځاېې چارواکى شکور شېنوارى امرېکا غږ ته ووېل چې ددغى بمبارۍ په مړو کې لس ښځى او لس ماشومان شامل و.

د امرېکا په مشرۍ اېتلاف وايى چې دوى پر افراطېانو باندى د توغندېو ډزې کړېدى او هلته ښځى اوماشومان موجود نه ول.

او په ننگرهار کی د حکومتي مامورینو په قول د یکشنبې د ورځی په بمباریو کې اوه ویشت تنه پداسې حال کې ووژل شول چې د ده بالا په ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د گډون دپاره روان و.

مامورینو وویل په وژل شویو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي.

د اوه ویشتو وژل شویو تر څنگ یولس تنه سخت ټپي شوي هم دي. تر اوسه بلې هیڅ داسی منبع دا خبر ندی تایید کړی ځکه دا پیښه په خورا لرئ پرته سیمه کې شوې ده. شپږ ټپي شوي کسان د جلال اباد روغتون ته رسول شوي دي.




XS
SM
MD
LG