د لاس رسي وړ اتصالات

کای ایدی غواړي چې د افغانستان د غیری نظامیانو د تلفاتو مسله د امنیت په شورا کې مطرح کړي


د ملگرو ملتونو سازمان غواړی هغه مرستی چي د نړیوالی ټولنی لخوا افغانستان سره کیږی، د خلکو په ژوند مثبتی اغیزی پریږدي.

د ملگرو ملتونو ځانګړی استازی، کای آیدی نن په یوه ناسته کی خبریالانوته وویل چي په هر ځای کې له دی پوښتنه سره مخامخ کیږی چي د پاریس په غونډه کې به افغانستان سره بڼه شوی مرستی به څرنگه ولگول شی.

ښاغلی کای آیدی پاکستان ته د خپل وروستی سفر په ترڅ د هغه هیواد له مقاماتو غوشتی چی د جرګه په جوړولو سره، په افغانستان کې د امنیت په تامینولو کې کوښښ وکړي.

په دی ناسته کې ښاغلی کای آیدی د غیری نظامیانو د تلفاتو په اړه وویل چې برخه کې له خلکو سره د خبرو او تحقیقاتو طرفدار دی.

د ملگرو ملتونو ځانګړی استازی کای ایدي چې نن کابل د نېویارک په قصد پریږدي، غواړي چې د افغانستان دناامنۍ او د غیری نظامیانو د تلفاتو مسله د امنیت په شورا کې مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG