د لاس رسي وړ اتصالات

په هندی کشمیر کی تر ټولو ستر انتخاب شوي مقام نن خپله استعفی اعلان کړه


په هندی کشمیر کی تر ټولو ستر انتخاب شوي مقام له هغو له تشدد نه ډکو مظاهرو نه وروسته استعفی کړې ده چی د هندوانو یوه شرکت ته د مځکی د سپارل کېدلو په مقابل کی رواني وې.

اعلی وزیر غلام نبی آزاد نن خپله استعفی اعلان کړه.

تېره میاشت پنځه تنه په داسی حال کی ووژل شول او په سل گونو ټپیان شول چی مسلمانانو د حکومت په هغو پلانونو باندی اعتراضونه وکړل چی غواړی په څلوېښت هیکټاره مځکه کی د هندو زیارت کونکو دپاره موقتی کورونه جوړ کړی.

د مسلمانانو سره دا وېره ده چی دغه اقدام په هغه سیمه کی د هندوانو د نفوس د زیاتولو دپاره یوه دسیسه ده.

د دغه جنجال له امله د آزاد کانگریس گوند په ایالاتی پارلمان کی اکثریت له لاسه ورکړ ځکه چی ددغو له تشدد نه ډکو مظاهرو نه وروسته د هغه له ایتلافی حکومت نه یو تکړه انډیوال د خلکو ډیموکراټیک گوند ووت.

حکومت تېره میاشت وویل چی هندوانو ته د مځکی د سپارلو دغه فیصله یې بیرته گرځولې ده. د حکومت د دغه اعلان سره د هندوانو ډلو په مظاهرو لاس پوری کړ.

XS
SM
MD
LG