د لاس رسي وړ اتصالات

المالکی - د عراق نه د امریکا د پوځیانو د ایستل کېدلو تقسیم اوقات


د عراق صدر اعظم نوری المالکی وایی هغه د متحده ایالاتو سره د لنډی مودې په داسی امنیتی موافقې باندی بحث کوی چی د عراق نه د امریکا د پوځیانو د ایستل کېدلو تقسیم اوقات به پکی شامل وي.

د جمهور ریس بوش حکومت د تقسیم اوقات سره مخالف دی.

ښاغلي المالکي دغه خبره نن په متحده عربی اماراتو کی د عربی هیوادونو د سفیرانو یوې ډلی ته د وینا په ترڅ کی وکړه.

بغداد او واشنگټن د اوږدې مودې په داسی امنیتی موافقې باندی کار کوی چی د ٢٠٠٨ کال نه وروسته په عراق کی د خارجی پوځونو اینده معلومه کړی.

له کال ٢٠٠٨ نه وروسته په عراق کی د ملگروملتونو د اجازې په اساس د خارجی پوځونو د خدمت دوره ختمېږی. د بلی خوا، د عراق مقامات وایی یوې ښځینه ځان مرگي نن د باقوبه په ښار کی لږترلږه دوه تنه ووژل او دوولس نور یې ټپیان کړل.

پولیس وایی دغی ښځي په ځان پوری تړلی بمب د دیالا د ایالت د مرکز باقوبه په یوه بازار کی وچاود.

XS
SM
MD
LG