د لاس رسي وړ اتصالات

احمدی نژاد د یورانیومو د غنی کولو د پروگرام د تعطیلولو غوښتنی رد کړي


د اېران جمهور ریس محمود احمدی نژاد د یورانیومو د غنی کولو د پروگرام د تعطیلولو غوښتنی رد کړي او هغه یې تکراري بللي دي.

د اېران دولتی خبری اژانس ایرنا د ښاغلي احمدی نژاد له قوله وایی چی تهران د داسی خبرو ملاتړ کوی چی په یوه عادلانه فضا کی وشی.

مگر دغه اژانس وایی د اېران جمهور ریس خبر داری ورکړ چی که په خبرو کی ټولو خواو ته مساوي حقوق ورنه کړه شي نو له هغه نه بې نتیجې وي.

ښاغلي احمدی نژاد دغه خبری نن مالیزیا ته د سفر په ترڅ کی وکړې.

XS
SM
MD
LG