د لاس رسي وړ اتصالات

داتو سترو صنعتى هېوادونو کنفرانس په جاپان کې پېل شو


د نړۍ د بډاېو هېوادونو مشران وايى دوى په زېمبابوې کې د گډوډۍ په برخه کې سخت اندېښمن دى. خو اختلافات به په دې برخه کې چې دغى شخړې ته څنگه ځواب ووېل شى په هغه مجلس کې چې په جاپان کې له افرېقاېې مشرانو سره وشى راڅرگند شى.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش او د تانزانېا جمهور ریس جاکاېا کېکوېتى نن د دوشنى په ورځ له خبرېالانو سره د اتو ستور صنعتى هېوادونو د کنفرانس په ترڅ کې په ضمنى ډول خبرى وکړى.

دغه کنفرانس د جاپان د هو کاېډو په شمالى ټاپو کې کېږى. دامرېکا جمهور رئېس ووېل دى د زېمبابوى د جمهورى رېاست د انتخاباتو په برخه کې ډېر ماېوسه دى ځکه چې ېوازې ېوسړى پکى کاندېد و او جمهوررئېس موگابې خپل قدرت پکى ټېنگ وساته .

د تانزانېا د جمهور رئېس خبرى تر زېاتى اندازې پورې د ښاغلى بش سره مشابه وى خو هغه ووېل چې د افرېقا ېوشمېر مشران له غربى مشرانو سره په دې برخه کې چې څنگه پر مخ ولاړشى د نظر اختلاف لرى.

د تانزانېا هېواد اوس د افرېقاېې هېوادونو داتحادېې نوبتى رېاست په غاړه لرى او د زېمبابوى خلاف ېې د بندېزونو ملاتړ ندى کړى.

تردى مخکى د جاپان صدر اعظم فوکودا د برتانېې له صدر اعظم گورډن براون سره ملاقات په ضمن کې ووېل پکارده چې د اتو سترو صنعتى هېوادونو په کنفرانس کې ېو قوي پېغام ور ولېږل شى.



XS
SM
MD
LG