د لاس رسي وړ اتصالات

بش او مېډوېډېف خپل مهم اختلافات حل نکړى شول


د امرېکا جمهور رئېس جورج بش او دروسېې نوى جمهور رئېس مېډوېډېف نن په جاپان کې د اتو سترو صنعتى هېوادونو د کنفرانس په ضمن کې له ېوبل سره ملاقات وکړ.

دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې په گډه به سره کار وکړى او د اېران او شمالى کورېا اټومى خطر به له مېنځه ورک کړى.

که څه هم دواړه مشران په دې کې سره ناکام شول چې خپل اختلافات په غربى اروپاکې دتوغندېو د دفاع نظام دلگولو په برخه کې حل کاندى. د روسېې جمهوررئېس مېډوېډېف د مى په مېاشت کې د جمهورى رېاست په کار پېل وکړ او له هغه وخت راهېسى دا لومړى ځل دى چې له ښاغلى بش سره ملاقات کوى.

د روسېې د جمهوررئېس ېوه مرستېال سرگې پرېخودکو (Sergei Prikhodko) واېې چې ښاغى مېډوېډېف جمهوررئېس بش ته ووېل چې په لېتوانېا کې د توغندېو د مرکز جوړول په مطلق ډول د نه منلو کار دى.


دروسې مشر داهم ووېل چې روسېه په پولنډ کې دامرېکا دهغه پلان سره مخالفه ده چې په پولنډ کې د توغندېو لپاره دفاعى نظام ولگوى اوهمدارنگه په چکوسلو واکېاکې د رادار نظام نصب کاندى.

خو امرېکا وايي چې دا دفاعى نظام ددى لپاره ضروردى چې امرېکا اواروپا دواړه د خپلسرو او سرزورو رژېمونونه مصون سى.


XS
SM
MD
LG