د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان مسله - اوباما او  مکین ډېر زیات اختلافات سره لری


د باسټن گلوب ورځپاڼی لیکی چی بارک اوباما او جان مکین په افغانستان کی له طالبانو او د القاعده څخه د ابتکار د ایخستلو په مسله کی ډېر زیات اختلافات سره لری او د له دوی دریځ څخه دا ښکاری چی دواړه کاندیدان د ټروریزم سره دجگړې پر طرز بادنی یو شان نظر نه لری.

په تېرو څو هفتو کی په افغانستان کی ناکراریو ډېر زور ایسختی دی او د متحده ایالاتو د قواو تلفات ډېر زیات سوي او د کندهار دمحبس د ماتېدلو پېښی چی ډېر زیات بندي طالبان یې خوشی کړل د مطبوعاتو توجه ور اړولې ده.

دغه راز د متحده ایالاتو سترو پوځی مقاماتوویلي دی چی طالبان او القاعده اوس په هغه اندازه قوت لری چی د کال ٢٠٠١ د سپټامبر د ټروریسټی حملو څخه وروسته چی یې درلودی.

ورځپاڼه وایی دغو پېښو افغانستان د متحده ایالاتو د جمهوری ریاست د انتخاباتی مبارزې میدان ته راوستلی دی. اوباما وایی که دی جمهور ریس سو نو سمدستی به په زرهاو پیاده عسکر له عراق څخه را وباسی او افغانستان ته به یې ولېږی.

دی اوباما تېره هفته په یوه وینا کی وویل اوس هغه وخت را رسېدلی دی چی د افغانستان د جنگ گټلو ته توجه واړوو. اوس هغه وخت راغلی دی چی د القاعده په مشرانو پسی ورسو او له منځه یې یوسو.

ورځپاڼه لیکی چی مکېن وایی افغانستان نه بلکه عراق زموږ مرکزی جبهه ده. دی وایی ناټو او پاکستان باید په افغانستان کی د ټروریسټانو د له منځه وړلو دپاره نور عملیات هم وکړي تر څو امریکا په عراق کی خپلی قواوی کمی کړي. دی وایی که موږ له عراق څخه خپلی قواوی را وباسو نو اسلامی توندوران به زړه ور سی او القاعده به نوره هم قوي کړي.

ورځپاڼه وایی په دې کی هیڅ شک نسته چی د امریکا راتلونکی جمهوریس به مجبور وی چی په افغانستان کی د یوه ورځ په ورځ زیاتېدونکي بحران سره مبارزه وکړی.

د پاکستان له سرحدی قبایلی سیمو څخه د طالبانو او القاعده طرفداران د افغانستان پر حکومتی قواو او د ایتلاف پر عسکرو باندی پرله پسې حملې کوي او د هیواد په جنوبی او ختیځو سیمو کی یې کروند گر ترلاس کړي دي.

دې کار د افغانستان حکومت نور هم کمزوری کړی دی، او نه س یکولای چی د بیا ابادولو کارونه پر مخ بوزی. او د متحده ایالاتو پوځ وایی چی په روان کال کی د طالبانو په حملو کی څلوېښت فیصده زیاتوالی راغلی دی.

خو د پوځ مشران وایی چی اوس حاضر دونه پوځی قواوی نه لری چی افغانستان ته یې ولېږی، خو هلته نورو قواو ته ضرورت دی.

مگر د مکیه سلاکاران وایی که دی جمهور ریس سی نو د جمهور ریس بوش ستراتیژی به تعقیب کړي چی وایی په افغانستان کی د ناټو پر قواو تکیه وکړي، چی اوس هلته شل زره پوځیان لری او پر پاکستان باندی به فشار واچوی چی د طالبانو او القاعده پر هغو توندروانو باندی حملې وکړي چی د هغوی په سرحدی سیمو کی یې مرکزونه جوړ کړي دي.

مکېن او دهغه سلاکاران په عین وخت کی په دې عقیده دي چی د افغانستان حکومت او د هغه پوځی قوماندانان باید خپلی پوځی قواوی زیاتی کړي او خپل جنگی عملیات منظم کړي او د بیا ابادولو پروژې پر مخ بوزی.

خو سیاسی ماهر ډېویډ گرگن وایی که په افغانستان کی ناکراری نوری زیاتی سی نو بیا به د اوباما د نظر طرفداران ورسره زیات سی.

XS
SM
MD
LG