د لاس رسي وړ اتصالات

بش: د ایتلاف قواوی په افغانستان کی په سخته جگړه لگیا دي


د متحده ایالاتو جمهور ریس جورج بوش وایی د امریکا او ایتلاف قواوی په افغانستان کی په سخته جگړه لگیا دي او د پوځونو پرشمېر باندی پرله پسې غور کېږی.

د کال ٢٠٠١ راهیسی چی پر افغانستان باندی د متحده ایالاتو په رهبری یرغل سوی دی، د جون میاشت د متحده ایالاتو او ناټود قواو داپره تر ټولو مرگانی میاشت وه.

دغه راز دا پرله پسې دوهمه میاشت وه چی د ایتلاف قواو تر عراق په افغانستان کی زیات تلفات ولیدل. جمهور ریس بوش وایی هغه په هغو ستونزو خبر دی چی د امریکا او د ایتلاف قواوی ورسره مخامخ دی.

"دا په افغانستان کی یوه سخته میاشت وه، مگر د طالبانو دپاره هم سخته میاشت وه. دی وایی د ایتلاف د قواو تلفات ځکه ښایی زیات وي چی دوی د د ښمن د قواو منځته ورځی او هلته ورسره جنگېږی."

د دې خبری یو علت چی ولی ډېر کسان وژل سوي دي دا دی چی زموږ پوځیان د سخت دښمن سره جنگېږی دا سی دښمن چی نه غواړی موږ هلته وا وسېږو ځکه چی امریکایان د دوی اډې او د پټېدلو ځایونه له منځه وړي او د دوی ددغی مفکورې سره مخالف دي.

مگر جمهور ریس پر دې خبری ټینگار وکړ چی هغه په دې خبری قانع دی چی د ایتلاف ستراتیژی به کار ورکړی او هغه د افغانستان د حکومت ملاتړ او له دې سره یو ځای پر طالبانو او د القاعده پر غړو باندی حملې کول دي.

د بوش حکومت له نورو هیوادونو څخه غوښتي دی چی د افغانستان سره خپلی پوځی مرستی زیاتی کړي او په دې هیوادونو کی برټانیې او فرانسې مثبت عکس العمل ښودلی دی.

په افغانستان کی د متحده ایالاتو تقریبا ا٣٢ زره پوځیان دېره دي. د بوش حکومت د ناټو متحدینو ته ویلي دي چی په نظر کی لری په کال ٢٠٠٩ کی افغانستان ته نور پوځیان واستوی. مگر جمهور ریس بوش داسی ښودلې ده چی ځینی پوځیان ښایی وختی ولاړ سی او وایی چی د شمېر په باب یې غور کېږی.

جمهور ریس بوش وایی د متحده ایالاتو تر ټولو ستر منصبدار امیرالبحر مایک مولین دا منی چی اوس په افغانستان کی د ایتلاف د قواو دونه پوځیان نسته چی هغه سیمی چی له طالبانو څخه یې لاندي کړي دي وساتی. دی وایی ناټو به هیڅ وخت ددغه کار د بشپړولو دپاره پوره عسکر برابر نه کړي او وایی چی هیله لری ډېر ژر به افغانستان ته نور امریکایی پوځیان واستول سی.

" تر څو پوری چی په عراق کی د امریکا د پوځیانو د کمولو دپاره زمینه برابره سوې نه وي زه نه سم کولای چی افغانستان ته پوځیان ولېږم. او موږ په عراق کی پر له پسې پر مخ روان یو او حالت وار په وار ښه کېږی. نو زه هیله لرم چی د د ېکال تر پایه پوری به په عراق کی د پوځیانو د کمولو فرصت برابر سی."

مگر امیرالبحر مولین وایی هغه افغانستان ته دنورو امریکایی پوځیانود لېږلو دپاره تقسیم اوقات نه لری. دغه جنرال دغه راز د په تېره هفته کی دافغانستان پر سرحد باندی د پاکستان په قبایلی سیمو کی د توندروانو د ځبلو دپاره د پاکستان د حکومت د هلو ځلو هرکلی کړی دی. دی وایی دا د پاکستان دپاره مهمه ده چی دغه هلی ځلی جاری وساتی څو یاغیان له هغو مرکزونو څخه محروم کړی چی پر افغانستان باندی د حملو دپاره کار ورڅخه اخلی.

XS
SM
MD
LG