د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کی 'څلور سوه یاغیان وژل شوی دی'


د امریکا د سمندری قواوو قوماندان وایی چی د هغوی عسکرو د افغانستان په جنوب کی د دریو میاشتو عملیاتو په ترڅ کی څلور سوه یاغیان وژلی دی.

ډگروال پیتر پیترونزیو وویل چی د وژل شوو یاغیانو شمیر د هلمند د والی لخوا ورکړل شوی دی.

د امریکا او ناتو قواو وی د هلمند ولایت د گرمسیر ولسوالی ته د اپریل د میاشتی په پای کی ورغلی چی دغه سیمه د یاغیانو نه پاکه کړی.

په افغانستان کی د یاغیانو مشری د طالبانو د تندروه گروپ په غاړه ده چی په ملک یی د ١٩٩٦ نه تر ٢٠٠١ کال پوری حاکمیت درلود او د امریکا په مشری حملی کی د قدرت نه راوپرځول شول.

XS
SM
MD
LG