د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان - د جولای د میاشتی د څلورمی نیټی راهیسی '٢٥٠ ' ملکی کسان وژل شوی دی


په افغانستان کی د سره صلیب نړیوالی کمیټی یا آی سی آر سی له ټولو اړخونو غوښتی چی د بشر حقوق په نظر کی ونیسی.

دوی وایی چی د جولای د میاشتی د څلورمی نیټی راهیسی لږ تر لږه ٢٥٠ ملکی کسان په حملو کی وژل شوی دی.

په کابل کی د سره صلیب د نړیوالی کمیټی د اداری ریس فرانز راچینسټین نن یو خبرلیک خپور کړی او په جنگ کی د ټولو اړخونو نه پکی غوښتل شوی چی تل د ملکیانو او جنگیالیو ترمینځ توپیر وشی او هڅه وشی چی د ملکی خلکو د وژلو مخنیوی وشی.

د سری میاشتی چارواکی وایی چی په ملکی خلکو باید حمله ونشی، مگر په هغه صورت کی چی مستقیمآ په جنگ کی برخه ولری.

د دوشنبی په ورځ په کابل کی د هند د سفارت په ودانی باندی یوه ځان مرگی حمله وشوه چی ۴١ کسه پکی مړه او ١٥٠ نور پکی زخمی شول.

د سره صلیب اداره همداشان وایی چی د افغانستان په ختیځ کی په هوایی بمباری کی د زیات شمیر ملکی کسانو د وژلو له امله اندیښمنه ده.

د افغانستان د پارلمان غړو هم د نورستان په ولایت کی د امریکا په مشری د اییتلاف د قواوو په بمباری کی د ملکی خلکو وژنه غندلی ده. د امریکا د سمندری قواوو قوماندان وایی چی د هغوی عسکرو د افغانستان په جنوب کی د دریو میاشتو عملیاتو په ترڅ کی څلور سوه یاغیان وژلی دی.

ډگروال پیتر پیترونزیو وویل چی د وژل شوو یاغیانو شمیر د هلمند د والی لخوا ورکړل شوی دی.

د امریکا او ناتو قواووی د هلمند ولایت د گرمسیر ولسوالی ته د اپریل د میاشتی په پای کی ورغلی چی دغه سیمه د یاغیانو نه پاکه کړی.

په افغانستان کی د یاغیانو مشری د طالبانو د تندروه گروپ په غاړه ده چی په ملک یی د ١٩٩٦ نه تر ٢٠٠١ کال پوری حاکمیت درلود او د امریکا په مشری حملی کی د قدرت نه راوپرځول شول.

XS
SM
MD
LG