د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان انتخابات او د هغه ملک امنتیي وضعیت


د افغانستان د انتخاباتو د مستقل کمیسون چارواکي وایې سره لدې چې د انتخاباتو لپاره مقدماتي کارونه پیل شوي خو که چیرته په ټول هیواد کې امنیت ټینگ نشي نو نشی کولای چې د قانون سره سم ټولټاکنې ترسره کړي.

د کمیسون رئیس ډاکټر عزیز لودین د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې کمیسون پریکړه کړې چې رایه ورکوونکو ته د رای اچولو کارتونه او نوم لیکنه د میزان یا تلی میاشتې په لمړۍ نیټه پیل کړي.

هغه دا ومنله چې په یو شمیر ولسوالیو کې امنیت نشته خو په هره ولسوالۍ کې د نوم ثبت کولو یو مرکز شته او هغه کسانو چې تراوسه یې خپل نومونه ندي ثبت کړي هلته ثبت کړي.

ښاغلی لودین وایې که څه هم د ټولټاکنو لپاره یو کال پاته دی خو که بیا هم امنتیي وضعیت سم نه وي دوی به د انتخابات بهیر پیل نه کړي.

هغه دا هم وویل چې ډیر هغه کسان چې د جمهوري ریاست لپاره تراوسه کاندید شوي د افغانستان د معیارونو سره برابر ندي.

XS
SM
MD
LG