د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره، د خوراکي موادو د څلور سوه ملیونو ډالرو مرسته


د افغانستان حکومت او م م نن په افغانستان کې د هغو خلکو سره چې د خوراکي موادو د کمښت او لوړۍ بیې سره لاس او گریوان دي د څه باندې څلور سوه ملیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال محمد کریم خلیلي وویل چې که چیرته ددی غوښتنو او اړتیاو ته توجه ونه شي نو د هیواد په ملیونونه زیانمنیدونکي کورنۍ د خطر سره مخامخ کیږي.

ویل شوي چې د غنمو کښت د تیرکال په پرتله شپږدیرش په سلو کې ټیټ و. دغه رقم مرسته به وکړې شي چې د څه کم نیم ملیون خلکو سره چې ښارونو ته په لری او نژدې پرتو سیمو کې اوسیږي او د خوراکي موادو د لوړۍ بیې له امله د سختو ستونزو سره مخ شوي مرسته وکړي.

پدی لړۍ کې به څه ناڅه دری سوه زره کورنۍ د رهڼې او مالدارۍ په برخه کې مرستې لاسته راوړي. او نورې مرستې به د پنځه سوه پنځوسو زرو ماشومانو چې د خوارځواکۍ سره مخ دي د هغوئ د ساتنې لپاره به ولگول شي.

پدی مرستې که د پاکو اوبو برابرول، د ناروغیو مخنیوي او ښه حفظ الصحه شامله ده.

XS
SM
MD
LG