د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې شاگردانې پر لال جومات باندى د چپاو غورځولو کلېزه لمانځي


په پاکستان کې په زرگونو هغه ښځېنه شاگردانې چې اسلامى تعلېمات کوى پر لال جومات باندى د امنېتى قواو د چپاو غورځولو د کلېزې د لمانځلو لپاره دهغه هېواد په پاېتخت اسلام اباد کې راټولى شوى وې.

دا غونډه څو ورځى وروسته له هغه نه کېږى چې په همدغه راز ېوه غونډه کې چې د چپاو د کلېزې د لمانځلو لپاره کېدله ېوه بم چوونکي ځان په بم والوزاوه او اتلس کسان ېې له ځان سره ووژل.

په داسى حال کې چې تقرېبا دوه زرو ښځو اوماشومانو نن د چارشنبى په ورځ هلته مظاهره کوله داغوښتنه ېې کوله چې ددوى ښوونځى دې بېرته جوړ شى. دغو ښځېنه مظآهره کوونکېو د جومات د ملا عبدالعزېز د خوشى کولو غوښتنه هم کوله.

رپوټ وايي چې ملاعبدالعزېز په داسى وخت کې ونېول شو چې تېر کال لال جومات محآصره شوى او ده غوښتل چې له جومات نه د ښځو په چادري کې ووزى.

د لال جومات مشرانو او د هغه ترڅنگ د ښځو د مدرسى مشرانو هغه وخت له تشدد نه ډکه مبارزه ددې لپاره پېل کړې وه چې په پاکستان کې د طالبانو په دود قانون نا فذ کړى. رپوټ وايى چې د حکومت قواو تېر کال وروسته له هغه نه د جولاى په مېاشت کې پر جومات ناڅاپه ورننوتل چې د افراطېانو او امنېتى قواو تر منځ جگړه پېښه شوه. په دغه نښته کې تقرېبا سل تنه ووژل شول.

له دغى پېښى نه وروسته په پاکستان کې د ځان وژونکېو بمو نو د چاودلو لړۍ پېل شوه او په هغو کې په سوونو کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG