د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک تایمز: په کابل کې د بم چاودنه هغه هېواد ته ېو سخت پېغام لېږي


دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې په کابل کې دهند د سفارت مخى ته د بم چاودنه هغه هېواد دېوه ښکاره او سخت پېغام ور لېږلو مانا لرى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د چارشنبى په ورځ لېکى چې په افغانستان کې ددوشنبى په ورځ د هند د سفارت په مخکى په کابل کې ېوه ډېره سخته حمله، وشوه.

ورځپاڼه لېکى چې په دې حمله کې له ډېر جرئت نه کار اخېستل شوى و او په دې نېژدى مېاشتو کې په افغانستان کې د هند پر گټو باندى ېو سخت گوزار و. هند له هغه وخت راهېسى چې د طالبانو د رژېم په ځپلو کې ېې مرسته وکړه تر ټولو زېاته خارجى مرسته افغانستان ته ورکړېده.

هند دافغانستان د بېارغونى په پروسه کې په بې سارې اندازه مرسته او ماموران په کار لگولى دى. افغانستان مرکزى اسېاته چې له منابعو نه ډکه ده ېوه حېاتى لاره گڼل کېږى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې هند دسړکونو د جوړولو، د ښوونکېو اوملکى مامورانودروزنى په پروژو کارکوىاو د پارلېمان ددواړو خونو اولسى جرگې او مشرانو جرگې د ودانېو د جوړولو په ابادونه هم لگېادى.

له دغو پروژو سره ټول ټال څلور زره هندوستانېان په افغانستان کې کارکوى. په تېرو دوه نېمو کلونو کې ېو هندوستانى موټروان چې د سړک د جوړولو په ېوه پروژه کې ېې کارکاوه؛ مړى ېې په داسى حال کې پېدا شو چې سر ترېنه غوڅ شوى و.

ېو هندى انجنېر برمته سو او ووژل شو. هغه اوه تنه ملېشه چې دهندوستانېانو د بېارغونى د کارونو ساتنه ېې کوله ټول ووژل شول.

نېوېارک ټاېمز لېکى تېرکال هم دهند د سرحدى سړک جوړولو پر کمپنى باندى د راکټ دېرش ډزې وشوې. خو سره له دې هم هغوى ١٢۴ مېله سړک له نېمروز نه د اېران تر سرحد پورې جوړ کړ. دغه سړک په وچه باندى محاط افغانستان داېران له ېوه سمندرى بندرسره نښلوى.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې ددوشنبى په ورځ د هند پرسفارت د بم حمله تراوسه پورې ډېره مهمه اوموثره حمله بلل شوېده. بم چوونکى په داسى حال کې حمله وکړه چې دهند دوه دېپلوماتان خپل سفارت نه ننوتل. د سفارت ودانى په خاورو، خښتو او وېنو بدله شوه.

په دغه حمله کې څلور هندوستانېان ددغو دوه دېپلوماتانو په شمول ووژل شول. نور ۴١ مړى د ملکى افغانانو ول. هغوى د سفارت مخى ته دوېزو ا خېستلو په څېر کارونو لپاره ورغلى ول.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې دزېاتو نړېوالو لپاره به دا بم چونه د سر تېرو ېوه حمله وى چې دافغانستان د حکومت د بې ثباته کولو لپاره کېږى. خو په هند کې ددې بم چونى پېغام ډېر څرگند و او هغه دا چې هندوستان دې له افغانستان نه ووزى.

ورځپاڼه دهند د ېومتقاعد دېپلومات للېت مانسنگ له قوله لېکى چى د ا بم چونه ېوداسى خبردارى و چې وايي ېابه تاسىله دې ځاى نه وزي او که نه نو موږ گوزار درباندى کوو.

للېت مان سنگ د ١٩٧٠ په لسېزه کې په افغانستان کې دېپلوماتېک مامورېت درلود. د هند صدر اعظم من موهنسنگ په داسى حال کې چې دا حمله ېې محکومه کړه ېو ساده او بسېط پېغام ېې هم ورکړ او هغه دا چې دده هېواد به افغانستان ترک نکړى او په افغانستان کې به دهند کارونه له ېوه نوى شوي تعهد اوژمنى سره ادامه ومومى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې داد تعجب خبره نه وه چې سمدلاسه ددې پېښى پړه پر پاکستان ور واچول شوه اوهغوى هم په ډېره چټکى په دې پېښه کې له لاس لرلو نه انکار وکړ.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې دغى حملى دهند په پارلېمان کې د پالېسى ېوه بحث ته لمن ووهله چې اېا هند د بېارغونى له کارونو سره نظامى مرسته هم ملگرى کړى او که نه . او که دا کار وکړى چې خپله نظامى مرسته هم زېاته کړى نو پاکستان او په واشنگټن کې دهغه ملاتړ به هند ته اجازه ورکړى او که نه چې په افغانستان کې ښکاره نظامى نقش ولرى.

ورځپاڼه وايى چې پاکستان له پخواراهېسى د هند په نقش باندى په افغانستان کې پرېشانه دى . په دې کى د هند هغه پنځه کونسلگرى هم شاملى دى چې په افغانستان کې ېې پرانېستى دى. دهند ېو هوايى شرکت له تاجکستان نه د افغانستان په لاره په شمالى سرحد کې پرواز کوى.

نېوېارک ټاېمز دخپلى تبصرى په ادامه کې لېکى چې په کابل کې دهند پرسفارت باندى حملى په نړېواله کچه دا بحث منځته راوست چې اېا هند د ېوه پرمختلونکى اقتصادى قوت په توگه په سېمه کې د خپلو ستراتېژېکو گټولپاره په نظامى لحاظ له خپلو مټونه کار واخلى او که نه چې خپلى گټى پرې خوندى کړى.

په دې برخه کې دمثال په ډول امرېکا له ډېر پخوا راهېسى پر هند غږ کړى چې عراق ته خپل عسکر ولېږى او په مېانمار کې له خپل سېاسى اثر او رسوخ نه کار واخلى او ددېموکراسى د منځته راوستلو پروسه پر مخ بوزى.

نېوېارک ټاېمز وايي سرېلانکا هند ته بلنه ورکړه چې په اوږده قومى جگړه کې منځگړتوب وکړى خو شل کاله مخکى دهند مداخله ددى سبب سوې وه چې د پوځ پوزه ېې وېنى شى او له هماغه وخت راهېسى له منځگړتوب نه ډډه کوى.

نېوېارک ټاېمز دهند د ورځپاڼو د تبصرو په لړکې د انډېا اېکسپرېس په حواله لېکى چې هند نشى کولى چى په افغانستان کى خپلې اقتصادى اود ېپلوماتېکى اړېکى پراخه کړى په داسى حال کې چى له دېنه ځان ساتى چې په هماغه اندازه اومعېارباندى پوځى مرسته او موجودېت هم ولرى.

ورځپاڼه په اخر کې لېکى چې ښاېې د افغانستان مسله تر ېوې اندازې پورې دا څرگنده کړى چې هند تر کوم حد پورې دانېت لرى چې له خپل نظامى قوت نه د خپلو ستراتېژېکو او او تجارتى گټو د خوندى ساتلو او پر مخبېولو لپاره کار واخلى.

XS
SM
MD
LG