د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان له یو بل نه د تروریزم مخنیوی غواړي


د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا پر وخت افغانستان او پاکستان له یوه بل نه غوښتي چې د تروریزم د مخنيوي لپاره خپل فعالیت زیات کړي او پر یوه بل په خپله خاوره کې د تروریزم د ملاتړ تور لگوي.

مارگریټ بشیر دغه رپوټ رالیږلی او وايي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنگین دادفر سپنتا وویل چې دده په ملک کې تروریزم په داسې حال کې په مخ روان دی چې القاعده او طالبان او د دوی ملاتړ کوونکي کوښښ کوي د سولې جریان وران کړي.

هغه دغه راز د پاکستان سرحد ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په قبایلي سیمو کې له یاغیانو سره د پاکستان د حکومت متارکې هم په افغانستان کې امنیتي حالات خراب کړي دي.

هغه وویل: "یو مهم عامل چې په افغانستان کې یې امنیت خراب کړی په قبایلي سیمو کې همدغه بلفعله متارکه ده".

هغه وویل چې یاغیان داسې زیربنايي اساسي شبکې لري چې په افغانستان کې دننه یوازې په نظامي عملیاتو سره ماتې نه شي خوړلای مگر د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي هغه امکان رد کړ چې افغان یا نورې خارجي قواوې دې دده ملک ته ددې لپاره داخلي شي چې دغه تروریستي شبکې محوه کړي.

قریشي وايي: "پاکستان به اجازه ورنکړي چې له خاوري څخه یې نور هیوادونه استفاده وکړي او هیڅ خارجي عسکر به د پاکستان په دننه کې عملیات ونکړي"

خو دواړو دپلوماتانو موافقه وکړه چې تروریستي شبکې دواړو هیوادو ته گډ خطرونه لري او هغوی وغوښتل چې ددغو شبکو د لمنځه وړلو لپاره یو د بل سره همکاري وکړي او ویې ویل چې سوله او ثبات ددوی د گټو لپاره ډیر ضروري دی.

XS
SM
MD
LG