د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کی پانگه اچول 'دا اوس خطر ناک دي'


د فرانسې د توتال د انرژۍ د شرکت رئیس وایی چی دی په دې پوهیږی چی په ایران کی په همدې اوس وخت کی پانگه اچول ډیر خطرناک دي.

هغه نن د فاینینشیل ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کی وویل چی دده کمپنۍ به که په ایران کی سرمایه گذاري وکړی ځان د ډیر سیاسي خطر سره مخامخ کړی. داسي توقع کیده چی توتال د ایران د جنوب د گاز ستره پروژه په غاړه واخلی.

په ایران باندی ددریم ځل د پاره هم د ملگرو ملتو د امنیت د شورا محدود بندیزونه لگیدلي او همداراز اروپایی اتحاد هم له خپلي خوا له دې کبله بندیزونه پر لگولي دي چی د یورانیمو د غني کیدو نه لاس نه اخلی.

د امریکا د مشرانو د جرگې یوه هیات تیره میاشت هغه قانونی لایحه منظور کړه چی په ایران باندی د هغه د همدې پروگرام له کبله بندیزونه سختوي.

دا لایحه باید چی د مشرانو بشپړه جرگه تایید کړی.

XS
SM
MD
LG