د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د هند له خوا د ذروي موافقې ترتیب شوې لایحه ستایلې ده


د امریکا یوه لوړ رتبه آستاځي د نړۍ والي اټومي انژۍ ادارې ته د هند له خوا د ذروي چارو په باب وړاندی شوې لایحه ستایلې ده.

په دغه اداره کی د امریکا سفیر گریگوري شولت نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی د هند دا ابتکار به د ذروی وسلو د نه خپریدو نړۍ وال رژیم تقویه کړی او د هند سره به مرسته وکړی چی د انرژۍ مخ په پراختیا ضرورتونه یې پوره سی.

د هند له خوا ددې لایحې متن د امریکا سره د هند د ذروي موافقې د پاره یو ډیر مهم گام دی. ددې موافقې په اساس به هند د ملکی ذروي ټیکنالوجۍ نه استفاده کولای سی.

مگر هند باید خپل نظامی او ملکي ذروي پروگرامونه سره بیل کړی او نړۍ والو مفتشانو ته اجازه ورکړی چی ذروي تاسیسات یې تفتیش کړی.

XS
SM
MD
LG