د لاس رسي وړ اتصالات

په ازبکستان کی د بمونو په چاودنو کی درې تنه وژل شوی دي


د ازبکستان چارواکي وایی چی د ملک په جنوب کی د یوې نظامی اډې د مهماتو په یوه ډیپو کی په څو چاودنو کی درې کسه وژل شوي او ٢١ تنه نور زخمي شوي دي.

د ازبکستان د اضطراري حالاتو وزارت نن وویل چی چاودنی وروسته له هغه شروع سوې چی په کاگان کی د شوروی د وخت د توغوندیو او د توپونو د مرمیو په یوه ډیپو کی اور ولگید.

چارواکو د سیمی نه خلک ایستلي او ډیپو یې تړلی دی.

عینی شاهدانو ویلي دي چی ددې چاودنو غږونه عین تر اتو کیلو مترو پوری اوریدل شوي دي.

XS
SM
MD
LG