د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان د حکومتونو 'کمزوري' د تشدد د زیاتېدلو علتونه گڼل کېږی


څېړونکي وایی په اسلام اباد او کابل کی سیاسی بې باوریو د توندروانو کار اسانه کړی دی او دغو حملو د پاکستان او افغانستان ترمنځ بې اعتمادي نوره هم زیاته کړې ده. دوی وایی دا د تشدد داسی یوه دایره ده چی توندروان گټه ورڅخه اخلی.

د جنوبی اسیا د چارو دپاره د خارجه وزیر پخوانۍ مرستیاله ټیریسیټا شېفر وایی پاکستان ته دا ډېره مهمه ده چی پخپله خاوره کی لکه اسلام اباد، کراچی او نوروځایونو کی، د توندروانو د حملو مخه ونیسی. مگر د متحده ایالاتو او افغانستان هدف دا دی چی په پاکستان کی، چی له هغه ځایه توندروان د افغانستان په داخل کی د ناټو او افغانستان پر قواو باندی حملې کوي، د هغوی مرکزونه له منځه یوسی.

یو څېړونکی کامران بخاری، چی د یوې خصوصی استخباراتی ادارې سره کار کوی، وایی داسی ښکاری چی حکومت دا نه ده فیصله کړې چی د توندروانو سره مقابله کوی او که روغه جوړه ورسره کوی او دغه راز بې تصمیمي په هیواد کی دننه د یاغیانو حملې زیاتوی.

د پاکستان حکومت کله د یاغاینو سره خبری او مذاکرات کوی او کله پوځی عملیات ورباندی کوي او ځینی ډلی پر نورو باندی حملو ته تشویقوی او دې کار داسی وصع منځته راوړې ده چی هر څوک چی توپک لری او توندرو بلل کېدلای سی حکومت ورته وایی چی هر څونه زیات خلک چی مړه کړی په هغه اندازه موږ ژر پر گونډو کولای سی. ځی له خیره او د بمونو ځان مرگي حملې وکړی.

څېړونکي وایی د پاکستان حکومت، چی د فبروری په میاشت کی یې د مشرف د پوځی حکومت ځای ونیوی، زیاتره په داخل کی د سیاسی قدرت په لوبه لگیا دی.

د متحده ایالاتو جنرال ډېن مک نېل، چی تېره میاشت یې په افغانستان کی د ناټو د قوماندان په حيث خپله دوره پای ته ورسوله، په دې تازه شپو روځو کی وویل چی د هغه په شخصی عقیده خلک حیران دي چی په اسلام اباد کی د حکومت چاری د چا په لاس کی دي.

جنرال مک نېل وایی: "اوس حاضر په اسلام اباد کی ډېره زیاته اداری گډ وډي ده او احتمال لری پخپله د پاکستان د پاره دا یوه ستونزه وي چی دا معلومه کړي چی حکومت اصلا د چا په لاس کی دی."

سیاسی څېړونکی کامران بخاری طالبان د فرانکینشټاین د افسانوی بلا سره مقایسه کوی چی د خپل جوړونکي له کنټروله ووت او خپل جوړونکي ته بلا سو:

"په افغانستان کی د بې ثباتیو په نتیجه کی پاکستان کوښښ وکړ چی د خپلو سیاسی هدفونو دپاره دهند په مقابل کی د هغه هیواد کنټرول په خپل لاس کی واخلی خو دوی ته خپله نقشه بلا سوه. نو په پاکستان کی بې ثباتی د هغه هیواد د حکومت د هغو پلانونو نتیجه ده چی ددغه کار دپاره یې گوډاگي جوړ کړل او اوس هغوی ورته وایی چی موږ گوډاگیان نه یو موږ ډېر نور کارونه کولای سو."

تېره میاشت افغانستان د پاکستان پر پوځی استخباراتو تور ولگاوه چی د دغه کال په سر کی یې پر جمهور ریس حامد کرزي باندی په قاتلانه حمله کی لاس درلود.

پاکستان دا تور رد کړ. د سه شنبې په ورځ د جمهور ریس حامد کرزي نطاق همایون حمید زاده په کابل کی دهند د سفارت څخه دباندی د بمب د ځان مرگي حملې پړه د پاکستان پر پوځی استخباراتو واچوله. پاکستان په هغه حمله کی پر لاس درلودلو منکر دی.

XS
SM
MD
LG