د لاس رسي وړ اتصالات

په لوگر کی د کوچیانو او هزارو ترمنځ کوم جنجال روان دی؟ (مرکه)


د افغانستان د اولسی جرگی غړی حاجی محمد محقق ویلی دی چی که چری په پوره صداقت او انصاف سره په لوگر ولایت کی د زمکو او ورشوگانو د ویش مسله حل نه شو نو خطر دی چی هلته یوه خونړئ نژادی کورنئ جگړه شروع شوی.

ستاسو په نظر دا وخت په لوگر ولایت کی د کوچیانو او هزارو ترمنځ کوم جنجال روان دی؟

د هغی اساسی سبب څه دی او تاسو ولی وایی چی دی سره به کورنئ جگړه جوړه شی؟

محقق: مشکل دا دی چی یو څو مسلحه کسان د کوچیانو په نامه منطقی ته راغلی چی د بیرون نه په وسلو سمبال شویدی او منطقه کی خرابی جوړوی. په دوی کی ځینی د افغانستان د پولی پوری غاړی د ډیورنډ د کرښی نه راوړی او نوری یی دلته اکمالیږی.

دی کسانو په خپلو حملو کی د هزارو یولس کسان وژلی دی. او د دی جنگونو د لاسه په زرهاو کورنئ یا خو هملته په هزاراجاتو کی بی کوره شویدی او یا کابل ته یی هجرت کړیدی. ځکه چی د ده په نظر وسله والو کسانو د کوچیانو په نوم د دوی کورونه قبضه کړیدی.

حاجی محقق په دی لړ کی د افغانستان په حکومت هم انتقاد کړیدی او وایی چی متاسفانه حکومت په دی مسله کی بی تفاوتی ښودلی ده، او داسی شواهد شته چی دغه وسله وال کسان چی د هزارو خلاف د جنگ دپاره وسلی تیروی نو په لاره یی څوک پوښتنه هم نه کوی.

د کوچیانو استازې په تاسو باندی تور لگوی چی د دوی ځایونه مو ورنه په زور نیولی دی او تاسو ته د ایران نه وسلی او پیسی راځی چی په افغانستان کی گډوډی جوړه شی.

محقق: ښه به دا وی چی تاسو خپل نمایندگان دغی منطقی ته واستوئ. نو وبه وینئ چی دغلته بی گناه خلک چی خپل کسب و کار او دهقانی کوی خو د بیرون نه خلک راځی او د کار په سر او د پټو په منځ کی وولی او فصلونه یی ورته خرابوی.

هغه وویل چی دا خبری چی د کوچیانو د استازو په نوم ځینی کسان کوی چی گنی هزارو ته د ایران نه پیسی او وسلی راځی. سراسر دروغ دی او غواړی په دی پروپاگند سره د خلک زهنونه مخشوش کړی.

حاجی محقق دا هم وویل چی هزاره جات چی د ایران د سرحد نه لری پرته یوه منطقه ده او چار چاپیره تری نور قامونه پراته دی او بل دا چی دی خلکو د جهاد د وخت وسلی هم بیرته حکومت ته سپارلی دی. نو دا کوم تورونه چی په دوی لگول کیږی سراسر بی اساسه دی. ده دا هم وویل چی دا قسم ته خبری ځکه کیږی چی ځینی کسان چی په حکومت کی دننه دی او یا بیرون دی هغوی خپلی نژادی او قومی عقدی لری چی غواړی ددی لاری خپلو تیرو ته بانه پیدا کړی.

د لوگر په ولایت کی د هزارو او کوچیانو ترمنځ د زمکو او ورشوگانو په سر د روان خونړی جنجال د عواقب او ممکنه حل

دا مسله به څنگه حل شی او که حل نه شی نو نتیجی به ېی څه وی؟

محقق وویل چی دا وخت د افغانستان حکومت په دی مسایلو کی غلط بیانی کوی. او دا خبره چی حکومت کوی چی ټول قومونه د دی په نیزد یو شان دی .بالکل غلط ده. بلکی د حکومت ځینی کسان د کوچیانو په نوم خپلی ایجنډا گانی عملی کوی او خواړی چی د هزارگانو قتل عام وکړی او خپله برنامه تر سره کړی.

د دی خونړیو شخړو د مخنیوی او د کشالو د حل په باب حاجی محقق دا نظر وړاندی کړو چی حکومت باید طرفداری ونکړی او د دی کسانو چی د کوچیانو په نوم خلک وژنی باید مخه یی ونیسی.

XS
SM
MD
LG